اروپایي ټولنه: اقلیمي بدلون افغانستان کې د خلکو ژوند زیانمنوي

اروپایي ټولنه: اقلیمي بدلون افغانستان کې د خلکو ژوند زیانمنوي


  • 1 کال دمخه (08/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 620

سمسور نیوز (۱۸غوایي۱۴۰۲) اروپايي ټولنه وايي، افغانستان د بشري او طبیعي ناورینونو له اړخه څلورم هېواد بلل کېږي او کېدای شي اقلیمي بدلون په دغه هېواد کې د خلکو ژوند ډېر زیانمن کړي. 

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د ياد مطلب ترڅنګ پر خپل ټویټر لیکلي، چې دغه ټولنه د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو او د مقابلې میکانیزمونو په موندلو کې له خلکو ملاتړ کوي.

سرچينې لیکلي، اقلیمي بدلون افغانستان سخت اغېزمن کړی او زیاتوي چې وچکالي او سېلابونه به د افغانانو وضعیت لا خراب کړي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې د سېلابونو او زلزلو له امله د درنو مالي زیانونو اوښتو ترڅنګ، ۴۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۶ نور ټپیان شوي دي.