سمسور نیوز ۱۸غوایي۱۴۰۲) د هند په کېرالا ایالت کې د سیاحتي کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۲۲ تنه وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، ۴ تنه روغتون ته رسول شوي؛ خو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
پولیسو ویلي چې په یاده کښتۍ کې نږدې ۵۰ کسان سپاره وو، چې دا شمېر یې له ظرفیته دوه چنده زیات وو، له دې امله کښتۍ ډوبه شوې ده.
د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د پېښې په اړه خفګان ښودلی دی.
هندي چارواکو ویلي چې د ډوبو شویو کسانو دقیق شمېر لا هم معلوم نه دی او د پېښې د لامل موندلو لپاره لا نورې څېړنې روانې دي.