سرپرست حکومت: د یوناما تازه ادعاوې او اندېښنې بې‌اساسه دي

سرپرست حکومت: د یوناما تازه ادعاوې او اندېښنې بې‌اساسه دي


  • 1 کال دمخه (09/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 509

سرپرست حکومت په افغانستان کې د محاکمو د فعالیت او شرعي احکامو د انفاذ په تړاو د یوناما تازه ادعاوې او اندیښنې بې‌‌‌‌‌‌‌‌ بنسټه بللې دي.  

د سرپرست حکومت ویاند پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، واقعیت دا دی چې په افغانستان کې قضایي سیستم له پخوا قوي، عدالت تامین شوی او د هېوادوالو حقوقو ته د اسلامي احکامو په رڼا کې رسېدنه کېږي. 

د هغه په خبره، که څوک په یادو لاسته راوړنو سترګې پټوي او بې باوري رامنځته کوي، بې انصافي ده.

نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې له ۳۳۰ زیات کسان په درو وهل شوي دي.

 

د یوناما د بشري حقونو د برخې رئیس په دغه راپور کې پر بدني سزا او اعدام نیوکه کړې او په افغانستان کې یې د اعدام سزا د ځنډولو غوښتنه کړې ده.