د کندهار په مرکز کې د پخوانۍ پاتې شوې ناچاودې مرمۍ چاودنې د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی دی.
ځایي سرچینې وایي، دا پېښه پرون د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، وژل شوي ماشومان ټول د یوې کورنۍ غړي وو او له دې سرګلولې سره د لوبې پر مهال یې ژوند بایللی دی.
سرچینې په وژلشویو کې دوه هلکان او یوه نجلۍ ښوولي دي.
څه موده وړاندې په ارزګان کې هم د یوې زړې مرمۍ چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګژوبله اړولې وه.
همداراز په دې وروستیو کې په وردګو او غزني کې هم دا ډول پېښې د ماشومانو د مرګژوبلې سبب شوې دي.