رسنۍ: خوست کې د څلورو خصوصي رسنیو مسؤلین نیول شوي

رسنۍ: خوست کې د څلورو خصوصي رسنیو مسؤلین نیول شوي


  • 1 کال دمخه (09/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 511

په خوست ولایت کې د څلورو خصوصي رسنیو مسولین د اسلامي امارت له لوري نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، یاد کسان د ورکشاپ په نوم غوښتل شوي وو او وروسته له هغې په دې نوم نیول شوي چې اختریزو خپرونو کې یې د اسلامي امارت له اصولو سرغړونه کړې ده. 

بلخوا د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئیس شبیراحمد عثماني رسنیو ته ویلي، چې یاد کسان نه دي نیول شوي، بلکې د ځینو مهمو مسایلو د شریکولو په موخه بلل شوي دي.