د ټرافیکو ریاست ښاري او اطرافي ټکسي موټرو لپاره نوي معیاري رنګونه وټاکل.
د کابل ټرافيکو مدير ډاکټر حسيب الله مختار د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې پخوا هم د ټکسیانو رنګ غير معياري وو او تر دې مهاله يې مشخص رنګ نه درلود.
مختار زیاته کړې، چې اوس د ټکسي رنګ په نړیوال کنوانسیون کې ثبت شوی او له دې سره به په هېواد کې د جرمونو کچه را ټيټه شي.
د هغه په خبره، د دې پروسې پلي کېدل به سر له سبا پيل شي او ټول موټر چلوونکي يې په ترسره کولو مکلف دي.