بېړنی خبر: د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر عمران خان ونیول شو

بېړنی خبر: د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر عمران خان ونیول شو


  • 1 کال دمخه (09/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 571

د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر عمران څو شېبې وړاندې د پولیسو له لوري ونیول شو.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې عمران خان د اسلام آباد د سترې محکمې په انګړ کې ونیول شو. 

د عمران خان په ګوند پورې تړلي يوه سناتور، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي هم په پاکستان کې رسنیو ته د عمران خان نيول کېدل تائيد کړي دي. 

نوموړی یوه ورځ وروسته له هغې نیول کېږي، چې د مې په ۷مه یې د پوځ یو لوړپوړی جنرال پر ده د تېر کال د وژنې د هڅې په قضیه کې په لاس لرلو تورن کړ.