غزني؛ زوی له پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان وژلی

غزني؛ زوی له پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان وژلی


  • 1 کال دمخه (10/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 602

په غزني ولایت کې یوه ځوان له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان‌‌وژنه کړې ده.

پېښه پرون د ګېلان ولسوالي اړوند «حسن» کلي کې رامنځ ته شوې ده. 

ځایي امنیتي مسؤلین وایي، دغه کس یوې ونې پورې ځان زړولی او وژلی یې دی.

د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي ویلي چې یاد کس له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته له کوره وتلی او ځان‌وژنه یې کړې ده. 

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې تېره جمعه هم دغه ولایت کې یوه ځوان د کوژدن کېدو په اعتراض کې ځان‌وژنه کړې وه.