پاکستان کې لاريونونه؛ د اتو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

پاکستان کې لاريونونه؛ د اتو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی


  • 1 کال دمخه (11/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 560

په پاکستان کې د لاريونونو په دويمه ورځ لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي، د پوليسو او پوځيانو په ګډون شاوخوا ۲۹۰ نور ژوبل او ۱۹۰۰ لاريونوال له امنيتي ځواکونو سره د نښتو پر مهال نيول شوي دي. 

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، چې تېره ورځ د پوليسو او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نيونې پر سر د قهرېدلو لاريونوالو تر منځ خونړۍ نښتې روانې وې، چې له امله يې د پوليسو د مرکزونو په شمول ګڼې دولتي ودانۍ زيانمنې شوې.

د وضعيت د خرابېدو د مخنيوي لپاره حکومت په پنجاب، خيبر پښتونخوا او اسلام اباد کې پوځ راغوښتی دی.

بل لورته په پاکستان کې یوې محکمې پرون حکم کړی، چې عمران خان به لږ تر لږه اته ورځې په بند کې پاتې شي.