د م، م خبرداری: د افغانستان په ځینو سیمو کې ملخان پیدا شوي

د م، م خبرداری: د افغانستان په ځینو سیمو کې ملخان پیدا شوي


  • 1 کال دمخه (11/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 830

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان په ۸ شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د ملخانو د پيدا کېدو له کبله خبرداری ورکړی دی.

یادې ادارې په دې اړه په یوه راپور کې چې پرون خپور شوی ویلي، دغه ملخان په بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، کندز، سمنګان، سرپل او تخار ولایتونو کې لیدل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، چې دغه ملخان بزګرانو، ټولنې او ټول هېواد ته یو لوی ګواښ دی.

د دغې ادارې په راپور کې راغلي، چې دا وضعیت به په افغانستان کې د غذایي موادو د کمښت ستونزه نوره هم ډېره کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، د دغو ملخانو د مخنیوي دودیزې لارې چارې او په ورته وخت کې د کرنې وزارت له‌خوا هڅې پيل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم ملخانو په سادو ولایتونو کې ګڼ کرنیز فصلونه له منځه وړي وو.