برادر: ژر به د داخلي کافي برېښنا څښتنان و اوسو

برادر: ژر به د داخلي کافي برېښنا څښتنان و اوسو


  • 1 کال دمخه (11/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 633

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې افغانان به ژر په کور دننه د تولید شوې کافي برېښنا څښتنان واوسي. 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دغه څرګندونې نن «د کابل نړۍوال نندارتون» په پرانیست‌غونډه کې وکړې.

یاد نندارتون نن کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازارموندنې، د ملي پانګه‌والو ملاتړ، د سوداګرو ترمنځ اړیکو جوړولو او هېوادوالو ته د کورنیو محصولاتو او تولیداتو ورپېژندلو په موخه کابل کې پرانیستل شو چې پنځه ورځې به دوام کوي.

ملا عبدالغني برادر د یاد نندارتون په پرانیست‌غونډه کې ویلي، چې صنعت او تولید د هېواد په اقتصادي وده کې د ملا د تیر حیثیت لري.

هغه دغه‌راز پر بهر مېشتو افغان پانګه‌والو غږ کړی، چې خپل هېواد ته راستانه شي، دلته پانګونه وکړي او د هېواد د اقتصاد او صنعت په وده کې فعاله ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د ټولو صنعتګرو ترڅنګ ولاړ دی او هر ډول ملاتړ یې خپل مسؤولیت ګڼي.

د یادونې ده، په یاد نندارتون کې ۵۵۰ تولیدي فابریکو په ۵۵ بېلابېلو برخو کې خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.