حقاني: نظام باید د مدرسې تر خلکو منحصر نه‌شي، ټول په‌کې شریک دي

حقاني: نظام باید د مدرسې تر خلکو منحصر نه‌شي، ټول په‌کې شریک دي


  • 1 کال دمخه (11/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 527

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې نظام باید دومره منحصر او کوچنی نه‌شي چې یوازې د یوې مدرسې خلک په‌کې ځان وویني، بلکې په نظام کې ټول شریکان دي. 

سراج الدین حقاني ‏د اسلامي امارت د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد د مړينې لسم تلين په مناسبت په جوړو شويو مراسمو کې ویلي، چې نظام د دې لپاره نه و جوړ شوی چې یوازې ځان په‌کې وژغورل شي؛ بلکې د دې لپاره جوړ شوی چې څه ډول خپل هېواد وژغورل شي.  

هغه زياته کړې چې که ملا محمد عمر مجاهد ژوندی وای، له هغه سره به دا فکر نه و چې يوازې هغه کسان دې په نظام کې وي چې له موږ سره په خدمت کې وو.