سمسور

خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه

دوشنبه د ١٤٠٣ لمريز کال د سلواغې ١
بدخشان کې ټرافیکي پېښې ۲۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

بدخشان کې ټرافیکي پېښې ۲۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې


  • 1 کال دمخه (13/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 608

د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر د اوښتو په پېښه کې اوه تنه مړه او ۲۱ نور ټپیان شوي دي. 

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ مسؤلینو ویلي، چې دا پېښه پرون مازدیګر څلور بجې د خاش ولسوالۍ په «باغ مبارک» سیمه کې شوې او د ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

دغه موټر واده ته روان و چې په یاده سیمه کې چپه شو او له کبله یې مرګ ژوبله واوښته.  

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو اصلي سبب د لارو خرابوالی او د موټروانانو بې پروایي بلل کېږي.