د نوراجان بهير د كتاب مخكتنه وشوه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • الياس وحدت
  • 1291

 

د جنوب ختيځو ولايتونوګڼو ليكوالانو،كره كتونكو او فرهنګيانو د زلمي شاعر نوراجان  بهيرپر نوې چاپ شوې شعري ټولګې ( په سوږمۍ كې تصوير يودى ) چې پدې وروستيو كې له ننګرهاره مومند خپرندويه ټولنې خپره كړې،  مخكتنه وكړه.
په دې غونډه كې چې د پيوستون كولتوري او خپرندويه ټولنې په نوښت په خوست كې د شته فرهنګي ټولنو په ملګرتيا د خوست په مېلمستون كې جوړه شوې وه، پر ځايي چارواكو، د نړيوالو ادارو استازو او د مدني ټولنو مشرانو  سربېره د پكتيااو خوست ولايتونوله بېلا بېلوسيمو څخه نږدې دوو سوو كسانوګډون كړى و.
غونډې ته نقيب الله متونوال په پرانستونكې وينا كې د پيوستون ټولنې په استازيتوب ميلمنو ته له هركلي ويلو وروسته د خپلې ټولنې پر شاليد، كړيو كارونو او د نننۍ غونډې په اړه معلومات وركړل.
ده په خپلوخبرو كې د دا ډول غونډو جوړول له هره اړخه ګټور وبلل، ورپسې په سيمه كې د اريانا ټلويزيون خبريال او د پيوستون مجلې مسوول مدير محمد رسول د نوراجان بهير ژوند ليك ولوست.
په ژوندليك كې ويل شوي وو چې اووه ويشت كلن بهير  په خوست كې  له غرغښت ليسې څخه فارغ شوى، همدلته په خوست كې يې ادبيات لوستي، له لسو كلونو راهيسې شعر، لنډه كيسه او طنز ليكي او له همدومره مودې راهيسې په ژورنالېزم كې بوخت دى، له ګڼو ادارو سره يې كار كړى  او تراوسه هم دوام لري.
د خوست سرپرست والي طاهرخان صبري په خپلو خبرو كې وويل چې كه څه هم د ادبي چارو د پرمختګ  په موخه له ځوانانو سره مرستې نه دې شوې، خو بياهم د دوى په شخصي هڅو پدې وروستيو كلونو كې پدې برخه كې  د پام او ستاينې وړ پرمختګ شوى  او ډېر ځوان استعدادونه غوړيدلي دي.
نوموړي ځوان شاعر نوراجان بهير په نغدي مكافاتو ونازاوه او ژمنه يې وكړه چې د خوست د تكړه شاعرانو د يوې ګډې شعري ټولګې لګښت به وركړي.
ليكوال او فولكلورپوه عبدالكريم پتنګ په خپلو خبرو كې د بهير د شاعرۍ ستاينې ترڅنګ له ځوان كهول  وغوښتل چې پدې حساسو شېبو كې خپلو درنو مسووليتونو ته ځير شي، د وخت قدر وكړي او د وخت له غوښتنو سره سم د علم پر مټ هيواد ته صادقانه خدمت وكړي .
د خوست راډيو مشر محمد غفورمهيدي، فيض الله غمخور، اسمعيل لاروي، تواب الدين غورځنګ، احسان الله مهجور، كمال شهزاده، داودتپان،  فريدالله قربان،  د يادې شعري ټولګې په اړه ليكلي مقالې واورولې.
دوى په خپلو مقالو كې د نوراجان بهير د شاعرۍ بېلا بېلو اړخونو ته كتنې كړې او د كره كتونكو په توګه يې د ده شاعري څيړلې وه .
دوى په ټوله كې نوراجان بهير د شعر په ډګر كې بريالى او په شعر كې د ښكلې انځورګرۍ له امله په ځوان كهول كې بې جوړې شاعر بللى و.
نوراجان بهير په خپلو لنډو خبرو كې د غونډې له ټولو له ګډونوالو د مننې ترڅنګ، د ده د شاعرۍ په اړه د ټولو مقاله لوستونكو او ويناوالو نظرونه د قدر وړ وبلل.
د غونډې پر ګدونوالو د بهير شعري ټولګه او د پيوستون نوې چاپ شوې ګڼه وويشل شول او له هغې وروسته ازاده مشاعره وشوه او غونډه په يوه بجه پاى ته ورسيده .
د يادولو ده چې دا په خپل ډول كې د جنوب ختيځو ولايتونو په كچه پې سارې غونډه وه .