سږکال؛ ننګرهار کې د پولیو لومړنۍ مثتبه پېښه ثبت شوه

سږکال؛ ننګرهار کې د پولیو لومړنۍ مثتبه پېښه ثبت شوه


  • 1 کال دمخه (13/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 565

عامې روغتیا وزارت وايي، د ننګرهار ولایت په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د ګوزڼ «پولیو» یوه مثبته پېښه ثبت شوې او دا په روان ۲۰۲۳ کال کې د پولیو ناروغۍ لومړنۍ پېښه ده چې په هېواد کې ثبتېږي. 

عامې روغتیا وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د ګوزڼ ناروغۍ ۵۶ مثبتې پېښي، په ۲۰۲۱ کال کې ۴ مثبتې پېښې او په ۲۰۲۲ کال کې یوازي ۲ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

یاد وزارت زیاته کړې، د ګوزڼ ګواښ له هېواده په بشپړ ډول نه‌دی لرې شوی؛ خو په خبره یېو دغه وزارت په پام کې لري چې د راتلونکې دوشنبې (غويي ۲۵مه) په ورځ د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین فرعي کمپاین پیل کړي، چې په ترڅ کې به یې څه باندې ۶.۴ میلیونه ماشومان واکسین شي.