تاشکند کې د افغان ټرانس پروژې ګډ دفتر پرانېستل شو

تاشکند کې د افغان ټرانس پروژې ګډ دفتر پرانېستل شو


  • 1 کال دمخه (13/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 546

د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره وايي، د ازبکستان په تاشکند ښار کې د افغان ټرانس وسپنې پټلۍ پروژې د چارو د پرمختګ لپاره یو ګډ دفتر پرانیستل شو.

یادې ادارې پر خپله ټوېتر پلڼه لیکلي، چې دغه دفتر ازبکستان ته د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رییس بخت‌الرحمن شرافت د سفر پر مهال د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د وسپنې پټلۍ د مسوولانو تر منځ په درې اړخیزه ناسته کې پرانېستل شو. 

د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې په خبره، په‌دې دفتر کې به د درې واړو هېوادونو استازي په ګډه د افغان ټرانس پروژې چارې همغږې کوي او همداراز په پام کې ده چې د همدې پروژې یو دفتر په کابل او بل په اسلام‌اباد کې پرانیستل شي.