ننګرهار کې د سندرو په سبک ترانه ویونکی ونیول شو

ننګرهار کې د سندرو په سبک ترانه ویونکی ونیول شو


  • 1 کال دمخه (13/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 555

په ننګرهار کې د خوش نصیب په نوم یو کس له دې امله نیول شوی، چې د «ترانو» لپاره جوړ شوي شعرونه به یې د «سندرو» په سبک کې زمزمه کول.   

دا خبر د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر پر خپله ټوېټر پاڼه خپور کړی دی.

هغه لیکلي، چې نوموړي ته په‌دې اړه په ځلونو سپارښتنه شوې وه چې له دې کاره لاس واخلي؛ خو په وینا یې، هغه د دې وزارت سپارښتنو ته پاملرنه نه‌وه کړې.

د یادونې وړ ده چې سرپرست حکومت څه موده وړاندې د ترانو او ترنمونو د تولید لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په چوکاټ کې خپلواک ریاست جوړ کړ چې په کې د افغانستان د بیا رغونې اړوند مسلکي ترانې جوړېږي او بیا نشر ته سپارل کېږي.