عمران خان په ټول پاکستان کې د مظاهرو غوښتنه کړې

عمران خان په ټول پاکستان کې د مظاهرو غوښتنه کړې


  • 1 کال دمخه (14/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 580

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له زندانه تر خوشې کېدو وروسته له خپلو پلویانو غوښتي، چې په ټول هېواد کې لاریونونه پیل کړي.  

عمران خان په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې هغه به د چهارشنبې په ورځ د سمدستي انتخاباتو لپاره کمپاین ته راستون شي.   

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د تېرې سه‌شنبې په ورځ د مالي فساد په تور ونیول شو. 

د خان نیول په ټول پاکستان کې د هغه د پلویانو له خوا د پراخو او قهرجنو لاریونونو لامل شو، چې په پایله کې یې دولتي ودانۍ وسوځول شوې، سړکونه وتړل شول او پوځي تاسیسات ویجاړ شول. 

خو د پاکستان سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د هغه نیول کېدل ناقانونه وبلل او سملاسي یې د خوشې کولو امر وکړ.  

عمران خان د جمعې په ورځ په ​​ضمانت خوشې شو او کور ته لاړ.