ملګري ملتونه: تېر کال مو د زرګونه کسانو د برېښنا ستونزه حل کړې

ملګري ملتونه: تېر کال مو د زرګونه کسانو د برېښنا ستونزه حل کړې


  • 1 کال دمخه (15/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 425

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ویلي چې تېر کال یې سلګونه زره کسانو ته د برېښنا ستونزه حل کړې.

یادې ادارې تېره ورځ په ټوېټرپاڼه لیکلي، په تېر ۲۰۲۲ کال کې یې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا ۳۹۰ سیستمونه نصب کړي او د لمریزې انرژۍ شاوخوا ۶ زره دستګاوې یې ویشلې دي، چې په پایله کې یې د ۲۹۵ زره کسانو د برېښنا ستونزه حل شوې.

په خبر پاڼه کې راغلي، دوی په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ ساتي.

یاده اداره دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اوس مهال په افغانستان کې د برېښنا د نشت له کبله ګڼ شمېر خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.