اوچا: افغانستان د اوبو له بحران سره مخ دی

اوچا: افغانستان د اوبو له بحران سره مخ دی


  • 1 کال دمخه (15/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 588

 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې یا اوچا ویلي چې په افغانستان کې د اوبو بحران د حل لپاره ۴۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اقلیمي بدلون په افغانستان کې خلک د اوبو له کمښت سره مخ کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په ۲۰۲۱ کال کې ۴۸ سلنه کورنۍ د اوبو له کمښت سره مخ وې، خو په ۲۰۲۲ کال کې یې شمېر ۶۰ سلنه ته لوړ شوی دی.

اوچا یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څه موده وړاندې اروپايي ټولنې ویلي وو چې افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله د ځپل شویو هېوادونو په ډله کې څلورم ځای کې دی.

د یادونې وړ ده چې تېرې کال افغانستان د تېرو درې لسیزو په پرتله له بې سارې وچکالۍ سره مخ وو.