ماموندزی: نوي ډیلي کې افغان سفارت ا، ا ته نه دی سپارل شوی

ماموندزی: نوي ډیلي کې افغان سفارت ا، ا ته نه دی سپارل شوی


  • 11 مياشتي دمخه (16/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 373

په هند کې د افغانستان سفارت هغه اوازې رد کړې چې ګواکې دا سفارت دې اسلامي امارت ته سپارل شوی وي.

په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، شااوخوا درې اوونۍ وړاندې له هند څخه په یو سفر وتلی و، چې د قادرشاه په نوم یو کارمند خپل ځان د ده په نشت کې د هند بهرنیو چارو وزارت ته د افغانستان سفارت  د سرپرست په توګه ورپېژندلی وو.

ماموندزي ویلي، اوس مهال له اسلامي امارت سره کومه اړیکه نه لري، او د خدمت مرجع یې یوازې افغان ولس دی.

د هغه په خبره، تل یې هڅه کړې، چې په دې سختو حالاتو کې د افغانانو په خوا کې ودرېږي.

د یادونې وړ ده، چې تر  دې وړاندې یو شمېر رسنیو داسې خبرونه ورکړي وو، چې ګواکې په هند کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارل شوی.