ترکیه کې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې د می په ۲۸مه ترسره کېږي

ترکیه کې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې د می په ۲۸مه ترسره کېږي


  • 1 کال دمخه (16/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 600

ټاکل شوې چې په ترکیه کې د جمهوري ریاست دویم پړاو ټاکنې د می میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

د ترکیې د ټاکنو د عالي بورډ مشر ترکیا حمد یینر تېره ورځ په انقره کې خبریالانو ته ویلي، چې هېڅ یو کاندید د بریا رایې نه دي ګټلي او د دوی د مهال وېش له مخې به دویم پړاو ټاکنې د می میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې په ترکیه کې د وړمې ورځې په ټاکنو کې رجب طیب اردغان ۴۹.۵۰ سلنه او سیال یې کمال قلیچدار بیا ۴۴.۸۹ سلنه رایه اخیستې وه.

د ترکیې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې شااوخوا ۶۴ میلیونه کسانو رایه کارولې وه.