خوست کې د يوه ملا امام په کور کې چاودنه شوې

خوست کې د يوه ملا امام په کور کې چاودنه شوې


  • 1 کال دمخه (16/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 513

په خوست کې د يوه ملا امام په کور کې چاودنه شوې، چې له امله يې دوه کوچنۍ لوڼې وژل شوې او دوه نور ټپيان دي. 

د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مستغفر ګربز د پېښې د تاييد ترڅنګ ويلي چې دغه پېښه نن سهار درې بجې د اسماعېل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ په بهرام‌خېلو کلي کې شوې ده.

هغه ویلي، تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم چې بې‌پيلوټه الوتکې بريد کړى او که ځای پر ځای شویو چادېدونکو توکو چاودنه کړې ده.  

د مستغفر خبره، په دې پېښه کې خپله ملا امام مفتي فاروق ته کوم زيان نه دی رسېدلی؛ خو دوه کوچنۍ لوڼې يې وژل شوې او دوه نور ماشومان ټپيان دي.  

نوموړي زياته کړې، چې امنیتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د پېښې په اړه یې څېړنې پيل کړې دي.