شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګی برید شوی

شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګی برید شوی


  • 1 کال دمخه (16/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 413

د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې د پاکستان پوځ پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې په دې پېښه کې پنځه پوځیان او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي. 

پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه پلي ځانمرګي بریدګر د پوځیانو موټرو ته نږدې خپل ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه. 

بل‌خوا د تحریک طالبان پاکستان ډل د برید مسوولیت منلی دی.

یادې ډلې په خپرې کړې خبر پاڼه کې ادعا کړې چې پع دې برید کې یې درې پوځیان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.