ایراني چارواکي وايي، د هلمند په سیند کې د خپلې حقابې ترلاسه کولو په برخه کې جدي دي او په دې اړه یې ګامونه هم پورته کړي.
ایراني رسنیو تېره ورځ د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان له قوله لیکلي، چې دوی به د حقابې په برخه کې په اصولي ډول مخکې لاړ شي.
بل لورته د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي د ایران له دولتي ټلویزون سره په مرکه کې ویلي چې دوی ته د افغانستان له لوري له شوي تړون څخه کمې اوبه ورکول کېږي.
هغه ویلي، له اسلامي امارت سره د دې مسئلې حل یې له لومړیتوبونو څخه دی او هڅه یې دا ده چې سږکال دا ستونزه حل کړي.
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د ایراني چارواکو تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې یاد تړون ته ژمن دي؛ خو د اوبو د کمښت له کبله نشي کولای چې ایران ته د تړون پر اساس اوبه ورکړي.