پنجشېر کې یو کس د اختطاف کوونکو له منګلو څخه آزاد شو

پنجشېر کې یو کس د اختطاف کوونکو له منګلو څخه آزاد شو


  • 1 کال دمخه (17/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 580

د استخباراتو ځانګړو ځواکونو په پنجشېر کې یو تن د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.

د استخباراتو له عمومي ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو یې تېره ورځ د پنجشیر «حصه اول» ولسوالۍ اړوند سیمه کې یو د لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د جواد په نوم یو تن چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې تښتول شوی و، تېره ورځ د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد شو. 

خبرپاڼه کې راغلي، په دې عملیاتو ک  ولي، اکبر او ویس په نومونو درې تنه انسان تښتوونکي هم وژل شوي دي.

په ورته مهال نیول شوی کس وايي، شاوخوا ۲۸ ورځې وړاندې د کابل ښار له دویمې ناحیې څخه تښتول شوی و.

د یادونې وړ ده چې د استخباراتو ځواکونو تېره ورځ په لغمان کې هم یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی و.