دفاع وزارت یوولس تخریب شوي ضربتي ټانګونه بېرته ترمیم کړي

دفاع وزارت یوولس تخریب شوي ضربتي ټانګونه بېرته ترمیم کړي


  • 1 کال دمخه (17/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 625

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د ۳۱۳ مرکزي قول‌اردو کې یې یوولس ضربتي ټانګونه بېرته ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي دي. 

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، یاد ټانګونه د دغه وزارت د تخنیکي او مسلکي انجینیرانو له لوري ترمیم شوي دي. 

د دفاع وزارت د چارواکو په وینا، د یاد وزارت په اړوند ورکشاپونو کې د نورو پوځي وسایطو او تجهیزاتو د ترمیم چارې هم روانې دي.