د افغان نجونو د روباټیک ټیم غړې، شبنم نورزۍ په یو وخت کې د لېسانس په کچه له پنځو امریکایي پوهنتونونو څخه بورسیې ترلاسه کړې دي.
نورزۍ پر خپله ټوېټر پلڼه خپرې شوې ویډیو کې ویلي، چې له وروستیو پېښو وروسته له افغانستانه وتلې او د خپلو زدهکړو د دوام لپاره یې له پنځو امریکايي پوهنتونونو سکالرشیپونه ترلاسه کړي دي.
د روباټیک ټیم دې غړې په یو وخت د امریکا له (California State University Chico)، (California State University Sacramento)، (Arizona State University)، (San Francisco University) پوهنتونونو څخه د لیسانس په کچه سکالرشیپونو ته لار موندلې ده.
نوموړې چې له ۲۰۱۸ راهیسې د افغان نجونو د روباټیک ټیم غړې ده، د خپلو زدهکړو د دوام په موخه غواړي د کالیفورنیا ایالت د ساکرامنټو سکالرشپ ومني او د مخابراتو او عامه اړیکو په برخه کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.