د راپورونو له مخې، د کانادا د لویدیځ کلګري ښار په ځنګلونو کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له کبله یې کابو ۲۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې ځايي چارواکو بېړنی حالت اعلان کړی او د اور مړ کولو هڅې کوي.
په راپور کې راغلي چې د دغه هېواد د البرټا ولایت په ځنګلونو کې د اورلګېدنې ۹۰ پېښې رامنځته شوي چې ۲۳ هغه یې له کنټروله وتلي دي.