د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې یوه سړي خپله مېرمن په ډزو وژلې ده.
ځایي سرچینې ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د مومندرې ولسوالۍ اړوند «ګردي غوث» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، یاد کس خپله ښځه په خپل کور کې په ډزو وژلې او بیا یې له سیمې نامعلوم ځای ته پښې سپکې کړې دي.
د سرچینې په خبره، وژل شوې ښځې ۵ اولادونه لرل، چې دوې نجونې او درې هلکان وو.
د یادې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی.
ننګرهار کې ځایي چارواکو هم یاده پېښه تائید کړې او په دې اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.