د بغلان په مرکز پلخمري کې اوبو ته د یوه فیلډر موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه او یو ټپي شوی دی.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویلي، چې پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د پلخمري اړوند ډنډغوري نصرت مېنې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
په یادې پېښه کې د دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه او چلوونکی ټپي شوی دی.
یاده دې وي، چې تېره یکشنبه هم په دغه ولایت کې اوبه ته د جنازې موټر لوېدو پېښه کې یو ماشوم مړ او جسد یې اوبو وړی و.