ښوونیز بنسټونه (۱۷ مه برخه )


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شمس خوستي
  • 1028

نيمګړى يانابشپړډول

داډول پوښتنې داسې جوړيږي چې په څوځوابونوكې يې يوځواب سم ليكل شوى وي خونيمګړتيايې پدې كې ده چې زده كوونكي مجبور دي  سوال حل كړي ترڅوپوه شي چې سم ځواب كوم يودى .
دبېلګې په ډول
لاندې سوال حل ،سم ځواب يې پيدا او(دايره پرې راتاؤ)وټاكۍ ؟

پرتليزې ازموينې
ددې ازموينې پوښتنې دوې برخې لري چې اوله اودويمه برخه ورته وېلاى شواوهره برخه يې د وېيونو،نومونو،سنو(نېټو) اونورولړۍ كېداى شي اوهمداراز وېيونه، نومونه، سنې اونورپكې په ګډډول راتلاى شي .
داپوښتنې داسې جوړيږي چې په اوله برخه كې يې دښوونكي له خوښې سره سم دنومونو،وېيونواوسنولړۍ ليكل كيږي اوپه دويمه برخه كې يې داولې هغې مترادف ( synonym  ) ليكل كيږي .
ښوونكى زده كوونكيوته په (لارښوونه ) كې ليكي چې دلومړۍ برخې دنومونو،وېيونو ،سنو . . . ځواب په دويمه برخه كې پيدااوپه لومړۍ برخه كې يې داړونده نوم،ويي،سنې . . . ترمخ كيږدي .
دبېلګې په ډول :
• لاندې دوې برخې چې اوله يې دپوښتنواودويمه يې دحل برخه ده دركړل شوي ،تاسوداولې برخې دهرې پوښتنې لپاره په دويمه برخه كې وړځواب پيدا او داړونده پوښتنې ترمخ يې كېږدۍ.
۱ : سترګه    ۱ : سبزيجات
۲ : علم     ۳ : سنګ
۳ : ۱۳۷۵   ۴ : چشم
۴ : سيب     ۵ : پوهه
    ۶ : مڼه
پرتليزې پوښتنې په حقيقت كې دڅوځوابه پوښتنويوډول دى ،كوم شى چې دغه دواړه ډوله پوښتنې يوله بل سره بېلوي دادي چې څوځوابه پوښتنې يوازې ديوځواب غوښتنه كوي لېكن په پرتليزوپوښتنوكې ډېرې پوښتنې راځي چې هره يوه يې دځانګړي ځواب غوښتنه كوي .
دڅوځوابه اوپرتليزوپوښتنوګډاړخ دځوابونوټاكنه ده چې زده كوونكي يې دخپل فكرله مخې ځواب پيداكوي اوپرهغه دايره راتاووي اويايې په نښه كوي .
دپرتليزې ازموينې ګټې
دغه ډول ازموينه پخپل ځاى كې ډېرې ګټې لري ،خوموږيې دلته ددريوهغولويوګټويادونه كووچې له مخې يې نورې ګټې پخپله پېژندل كيداى شي .
۱ : دپرتليزې ازموينې پوښتنې چې په سمه توګه دپرتلې په ډول وليكل شي ( نه دې دپوښتنودشمېرپه تناسب )لږ ځاى نيسي .
۲ : په لږ وخت كې دډېرورېښتينيوموادو ارزونه كيدوني كوي .
۳ : په لږ وخت كې جوړيږي .

دپرتليزې ازموينې نيمګړتياوې
دپرتليزې ازموينې پوښتنې دګټوترڅنګ دوې غټې نيمګړتياوې هم لري چې پېژندنه يې دښوونكيولپاره دسمې كارونې په موخه اړينه ده ،دغه نيمګړتياوې په لاندې ډول دي .
۱ : پرتليزې پوښتنې دحافظې په كار اودرېښتينيوموادپه ارزونه كې نيمګړې دي .
۲ : زده كوونكي له ګمان يااټكل سره روږدي كوي ،چې دغه روږدوالۍ ددوى پرذهن ښه اغېزنلري اوپه راتلونكي دنورز ازموينودحل توان (ليكنه ) اوحوصله له لاسه وركوي .

دپرتليزې ازموينې دكارونې ځايونه 
ددې لپاره چې داډول ازموينې موپه سموځايونوكې كارولي وي اړينه ده چې دكارونې ځايونه يې وپېژندل شي .
دلته يې دكارونې په اړه هغه څرګندونې راوړم چې دښوونې روزنې دكارپوهانولخواپه ګوته شوې اومنل شويدي .
۱ : ددې ازموينودځوابونولړۍ ( ستون) دې دپوښتنوله لړۍ څخه ډېره وي ،ترڅوزده كوونكي دوروستۍ پوښتنې ځواب په اسانه پيدانكړاى شي .
۲ : ټولې پوښتنې بايدپه متجانسوتوكيوكې وي ،دبېلګې په ډول كه ازموينه دتاريخ په مضمون كې وي اوتاسودنېټو( سنو) ارزونه كوى نوپوښتنې دې بايد ټولې دنېټوپه اړه وي اونورو توكيوته پكې ځاى ورنكړل شي .
۳ : پوښتنلړ (دپوښتنولېست ) او ځوابلړ ( دځوابونولېست ) بايد دكيدون تربريده لنډوي .
۴ : پوښتنې اوځوابونه دې هرومرودازموينپاڼې پريوۀ مخ وي  .
۵ : دپرتله كولوبنسټ به په لارښودكې څرګنداودابه وښاياست چې هرځواب يوځل ياله يوځل څخه زيات وكارول شي اوياهم بيخي ونه كارول شي .
۶ : لارښوونې دې اوږدې اوپېچلې نه وي .

بشپړيدونكي پوښتنې
دادروڼوياتاكنيزو ازموينويوازينى ډول دى چې له زده كوونكيوڅخه دځواب دټاكنې پرځاى دځواب دبرابرولوغوښتنه كوي .
دغه پوښتنې يوه نيمګړي غونډله ده چې زده كوونكي يې بايد دغونډلو،شمېراوياسمبولونوپه برابرولوسره پوره اوځواب كړي .
ددې غونډلوتش يانيمګړي ځايونه دغونډلې په سر، منځ اوبېخ كې راوړل كيږي .
دبېلګې په ډول
دافغانستان اولنئ نوم دى

په اوداسۀ كېــــــــ سنت دي
له ټولواديانوڅخه بشپړدين ـــــــــــــ دى

دبشپړيدنكيوپوښتنودجوړونې لارې چارې
• دغه پوښتنې بايدداسې جوړې شي چې لنډځواب وغواړي .
• په سوليه غونډله كې دې له وړواودنااړينوشيانوله غوښتنوډډه وشي .
• دغټو او څرګندوشيانولپاره دې تش ځايونه پرېږېښوول شي  .
• دهغوټكيواوغونډلوله بياځلې ليكلودې ډډه وشي چې په اړوند ښوونيز كتاب كې راغلي وي ،ياني ښوونكى بايدپخپله نوي غونډله جوړه اووكاروي .
• منفي غونډلې دې له سره نه كارول كيږي  .
• هره پوښتنه بايديوازې يوتش ځاى ولري .
• هڅه دې وشي چې تش ځاى همېشه دغونډلې په پاى كې راشي ځكه چې دغه كار زده كوونكيوته وخت وركوي ترڅوتش ځاى ته رسيږي پرابلم ( پوښتنه ) يې ټوله لوستي وي  .