قمي: که ثابته شوه چې اوبه شته؛ نو بیا پوهېږو چې څه وکړو

قمي: که ثابته شوه چې اوبه شته؛ نو بیا پوهېږو چې څه وکړو


  • 1 کال دمخه (20/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 617

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر کاظمي قُمي ویلي، که اوبه شتون ولري او ا، ا یې ایران ته نه ورکوي؛ نو بیا دوی پوهېږي، چې څنګه عمل وکړي.   

هغه زیاته کړې، تهران دا حق لري، چې د خپل ملت د دفاع لپاره لاس په کار شي. 

ایراني رسنیو د قُمي له قوله ویلي، چې ا ،ا باید د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې ایران ته د اوبو حق ورکړي.

د نوموړي په خبره، ا، ا باید د اوبو ستونزه د یوې میاشتې په ترڅ کې حل کړي او د ایران حق ورکړي.

خو بل لورته سرپرست حکومت وایي، چې د شوي تړون له مخې ایران ته د اوبو ورکړې حق ته ژمن دي.