ځان ته ارزښت ورکول مو د خوشاله ژوند او روحي سلامتیا سبب کېږي

ځان ته ارزښت ورکول مو د خوشاله ژوند او روحي سلامتیا سبب کېږي


  • 1 کال دمخه (20/05/2023)
  • حسیب‌الرحمن نورمل
  • 822

څېړنې ښيي؛ هغه کسان چې ځان ته ارزښت ورکوي تر هغو چې د ځان پر وړاندې بې پروا او بې غوره دي له خوشاله ژوند او رواني سلامتیا څخه برخمن دي، په دې څېړنه کې د هغوی کسانو چې ځان ته یې ارزښت ورکولو او د هغوی کسانو چې له ځانه بې پروا وو د ژوند ارزونه شوې ده چې بلاخره  په پایله کې دا ثابته شوه «هغه خلک چې ځان ته یې ارزښت ورکولو تر هغو خلکو د ښه ژوند او روحي سلامتیا څخه برخمن وو چې د ځان پر وړاندې بې پروا وو». 

ارواپوهان وايي؛ تر هغه چې انسان ځان ته د با ارزښته شخص په سترګه ونه ګوري هغوی به هېڅ کله هم روحي سکون ونه مومي او نه به خوشاله ژوند ولري. خپلې روغتیا ته پام کول، منظم غذايي رژم لرل، پوره خوب کول، دوامداره سپورت کول، کافي تفریح کول، له غم او اندېښنو څخه ځان ساتل، بد عادتونه پرېښودل، ځان له نورو سره نه پرتله کول... دا او ته ورته کارونه کول ځان ته د ارزښت ورکولو په مانا دي. 

نو که غواړئ تاسو هم له رواني سلامتیا او خوشاله ژوند څخه برخمن شئ نو ځان ته ارزښت ورکړئ، په ژوند کې مو خپل مقام او مهموالی درک او ویې‌پېژنئ په دې سره به د ښه ژوند او پوره رواني روغتیا څخه برخمن شئ. 

حسیب نورمل