ارزګان کې نامعلومو وسله‌والو یو قومي مشر وژلی

ارزګان کې نامعلومو وسله‌والو یو قومي مشر وژلی


  • 1 کال دمخه (20/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 522

تېره شپه د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ اړوند د «زاړه بازار» په سیمه کې نامعلومو وسله‌والو د روزي خان په نوم قومي مشر په ډزو وژلی دی.    

د ارزګان د امنیې قوماندانۍ مسؤلینو پېښه تائید کړې او ویلي یې دي، چې روزي خان په تېر او اوسني نظام کې کومه رسمي دنده نه درلوده او نه یې هم له چا سره شخصي دښمني وه. 

سرچینې زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونه د قاتلینو د نیولو هڅې کوي. 

ویل کېږي، چې روزي خان په سیمه کې د یوه مشهور مخور په توګه پېژندل کېده او د ګڼو روغو جوړو موضوعاتو منځګړيتوب یې کړی.