جي۷ د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت اندېښنه ښودلې

جي۷ د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت اندېښنه ښودلې


  • 1 کال دمخه (21/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 626

د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو «G7» یو وار بیا د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې. 

یادو هېوادونو تېره ورځ په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې په زیاتېدونکي اقتصادي او بشري ناورین سخت اندېښمن دي.

په اعلامیه کې له اسلامي امارت غوښتل شوي چې پر مېرمنو لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي او د ټولو خلکو حقونه تامین کړي.

دغه راز ویل شوي چې اسلامي امارت باید د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپلې ژمنې عملي کړي او هیچاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

د نړۍ سترو صنعتي هېوادونو  له اسلامي امارت غوښتي چې یو باوري ملي ډیالوګ پیل او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

که څه هم اسلامي امارت د دغو هېوادونو د وروستيو څرګندونو په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې حکومت یې پراخ بنسټه دی، په کور دننه د ټولو حقونه تامین دي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د نورو پر ضد وکاروي.