د ایران د وسله وال پوځ د لوی درستیز «بهرام حسیني مطلق» په مشرۍ یو پلاوي تېره ورځ په کابل کې د اسلامي امارت د وسله وال پوځ لوی درستیز د مرستیال مالي خان صدیق سره کتلي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې په پوله کې د ستونزو په هواري، د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا، د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې افغان لوري ویلي چې اسلامي امارت تل له ایران سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په بېلابېلو برخو کې لا زیاتې همکارۍ ته ژمن دی.
د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند په سیند کې د حقابې په اړه له ناندریو وروسته؛ دا تر ټولو لوړ پوړی پلاوی دی چې کابل ته سفر کوي.