سپین بولدک کې یوې ۲۲ کلنې مېرمنې ځان زندۍ کړی او مړه شوې

سپین بولدک کې یوې ۲۲ کلنې مېرمنې ځان زندۍ کړی او مړه شوې


  • 1 کال دمخه (21/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 437

تېره ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د زرینې په نوم یوې ۲۲ کلنې مېرمنې په خپل کور کې ځان ځړولی او مړه شوې ده.

ځایي امنیتي سرچینې ویلي، د زرینې، چې درې کاله د واده کېدل په «ګنبدې» سیمه کې یې د خپل خاوند په کور کې ځان ځړولی. 

سرچینې زیاتهدکړې، چې د نوموړې خاوند د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی او هغه ویلي چې مېرمن یې رواني ناروغي لرله.

تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې د ځانوژنې پېښې رامنځته شوې، چې لامل یې تر ډېره رواني ناروغي او کورنی تاوتریخوالی بلل کېږي.