ځایي مسوولین وايي، په بدخشان کې د زرمینځنې یوې کارخونې چت لوېدلی، چې له امله دوه کانکېندوونکي مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست حکمت الله محمدي ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په ارغستان ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې دوو کان کېندوونکو ژوند بایللی او یو بل ټپي دی.
د محمدي په خبره، یاد کسان د طلا د پیدا کولو په لټه کې وو، چې کان پرې رالوېدلی دی.
دغه ډول پېښې ډېری وخت د غیر معیاري کان کېندنې په پایله کې رامنځته کېږي.