حقاني: د افغانستان په تړاو جوړېدونکو ناستو کې دې د ګډون حق راکړل شي

حقاني: د افغانستان په تړاو جوړېدونکو ناستو کې دې د ګډون حق راکړل شي


  • 1 کال دمخه (22/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 679

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د اسلامي امارت استازو ته باید د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په جوړېدونکو ناستو کې د ګډون حق ورکړل شي. 

له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سراج الدین حقاني له اوتونبایوا سره په لیدنه کې له افغانانو سره د نړیوالو د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار کړی.

په همدې حال کې اوتونبایوا ویلي، دوی په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره، سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.