د ښځو پر کار بندیز؛ م،م: له نارینه وو سره کار ته دوام نه ورکوو

د ښځو پر کار بندیز؛ م،م: له نارینه وو سره کار ته دوام نه ورکوو


  • 1 کال دمخه (22/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 647

د جنسیتي برابري او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر په یوې اعلامیه کې لیکلي، دغه سازمان د هغو ګواښونو او محدودیتونو له امله چې په افغانستان کې په تېره پر ښځو لګول شوي، اغېزمن شوی او نه غواړي چې په‌دې هېواد کې یوازې له نارینه ټیم سره خپل کار ته دوام ورکړي.

یاد سازمان زیاته کړې، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې ښځې له کار کولو منع کول له هغو ارزښتونو څخه سرغړونه ده چې دغه سازمان پرې باور لري او نړیواله ټولنه یې پر بنسټ ولاړه ده.

د ملګرو ملتونو دې دفتر همداراز په‌دې اعلامیه کې زیاته کړې، ۷۰ سلنه کارکوونکې یې ښځینه دي او له دې ډلې ۵۵ سلنه یې افغان مېرمنې تشکیلوي.