عزیزي: د سیمې هېوادونو له سرپرست حکومت سره د مرستې ټټر وهلی

عزیزي: د سیمې هېوادونو له سرپرست حکومت سره د مرستې ټټر وهلی


  • 11 مياشتي دمخه (23/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 411

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې د سیمې هېوادونو په ښوونیزه او تحصیلي برخه کې د ا، ا له سرپرست حکومت سره همکاریو ته چمتووالی ښوودلی. 

نوموړي د روسیې او سیمې هېوادونو ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او په اوس وخت کې د دغې څوکۍ سرپرست مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې دا سفر له لاسته راوړنو ډک بللی و.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نورالدین عزیزي ویلي، په هېواد کې د برېښنا پر تولید، د کانونو پر استخراج، هېواد ته د نفتي موادو او خوراکي توکو پر وارداتو، سیمه ییز اتصال او د ترانزیټ په اړه څو مهمې ناستې وشوې چې پایلې یې دافغانستان او سیمې په ګټه وې.

په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر ویلي چې له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اقتصادي اړیکې د ټولو لوریو په ګټه دي.

هغه ویلي، د نفتي او لومړنیو توکو په برخه کې دسیمې هېوادونه د افغانستان لپاره ښه انتخاب دي او دې برخې ته به پام وشي.

د یادونې وړ ده چې نورالدین عزیزي دیو پلاوي په مشرۍ څه موده وړاندې په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی و، چې هلته یې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره هم کتلي وو.