د سوډان د ډاکټرانو ټولنه وايي، په دغه هېواد کې د نښتو له کبله ۸۶۳ غیر نظامي کسان وژل شوي.
له دې ټولنې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې نښتو کې درې زره او ۵۳۱ نور ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یوازې په درېیو وروستیو ورځو کې ۲۸ ملکي کسان د « الجنین» په ښار کې د پوځ او مخالفو وسله والو ترمنځ په نښته کې وژل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې دوشنبې په شپه په دغه هېواد کې د امریکا او سعودي په منځګړیتوب د یوې اوونۍ لپاره اوربند کړی.