بلغاریا کې د مړو شویو ۱۸ افغانانو جسدونه کابل ته راوړل شول

بلغاریا کې د مړو شویو ۱۸ افغانانو جسدونه کابل ته راوړل شول


  • 1 کال دمخه (24/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 634

نن سهار د هغو ۱۸وژل شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راانتقال شول، چې د روان کال د فبروري میاشتې پر ۱۷مه نېټه د بلغاریا په پایتخت صوفیا کې اروپا ته پر لاره مړه شوي وو.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء‌ احمد تکل پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې د یادو کسانو جنازې د دوی په هڅو د اریانا افغان هوايي شرکت په واسطه هېواد ته را انتقال او د عامې روغتیا وزارت له لوري په ځانګړو امبولانسونو کې خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

نوموړي ویلي، د یادو کسانو جنازې د بلغاریا هېواد د محکمې د فیصلې ځنډېدو او شرکتونو ته د پیسو د لېږد په برخه کې پر بانکي سکټور د بندیزونو له کبله ځنډېدلې وې.

دا ۱۸ افغان کډوال اروپا ته د تګ پر وخت د بلغاریا په پایتخت کې په یو کانټینر کې د اکسیجن د کمښت له کبله وژل شوي وو.