د کابل ـ ارومچي مستقیمې الوتنې بېرته پيل شوې

د کابل ـ ارومچي مستقیمې الوتنې بېرته پيل شوې


  • 1 کال دمخه (24/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 632

تر اوږد ځنډ وروسته، د چین ارومچي ښار ته له کابله د اریانا افغان هوايي شرکت ځنډول شوې الوتنې بیا پیل شوې.    

د کابل هوايي‌ ډګر یوه چارواکي ویلي، چې په لومړي پرواز کې لس مسافر تللي دي.

د سرچینې په وینا، وروسته به هره اوونۍ له کابله یو پرواز کېږي، چې د سپرلیو تر څنګ توکي هم لېږدوي.‌

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، تمه لري د چین او کابل ترمنځ د الوتنو بیا پیل د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او چین ترمنځ الوتنې د کرونا اوبا له پیل را وروسته درول شوې وې.