د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ په يوه غر کې اور لګېدلی او ځايي اوسېدونکي يې د مهارولو هڅې کوي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر قريشي بدلون ویلي، چې دغه اورلېګدنه تېره ورځ مازيګر د حصارک ولسوالۍ «لاجیګړ» سیمه کې رامنځته شوې.
د سیمې خلک وایي، د محبوبې په نوم دغه غر د نامعلوم علت له امله اور اخیستی.
دوی له حکومته د ژر مرستې غوښتنه کړې، چې اور مهار او د لا ډېر تخریب مخه ونیول شي.