ایران: د هلمند په سیند کې اوبه شته او باید راکړل شي

ایران: د هلمند په سیند کې اوبه شته او باید راکړل شي


  • 11 مياشتي دمخه (25/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 505

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، د هلمند په سیند کې اوبه شتون لري او د افغانستان سرپرست حکومت باید د ایران حق‌ابه ورکړي. 

احمد وحیدي د اسلامي امارت هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې د هلمند په سیند کې اوبه نشته. 

بلخوا کابل وايي، د ۱۳۵۱ کال معاهدې ته ژمن دی؛ خو افغانستان دمکړۍ د وچکالۍ له امله د اوبو له کموالي سره مخ دی.

ایران په داسې حال کې د هلمند له اوبو پر خپلې حق‌ابې ټینګار کوي، چې دا مهال د هلمند خلک او کروندګر د اوبو له کمښت سره مخ دي.