د ریاستالوزرا کفیل او مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابینې له یو شمېر غړو او قومي مشرانو سره په لېدنه کې ویلي، په افغانستان کې اوسنی سرپرست حکومت ټولګډونه دی او په وینا یې پهدې حکومت کې د هر قوم او هرې سیمې خلک کار کوي.
نوموړي همداراز ویلي، افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګر کې پرمختګ کړی دی.
د هغه په وینا، اوسنی حکومت له نورې نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړي او زیاته یې کړه چې که افغانستان نورې نړۍ ته اړتیا لري، نوره نړۍ هم افغانستان ته اړتیا لري.
د ریاستالوزرا کفیل او مرستیال په خپلو خبرو کې همداراز ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره د هېڅ ګاونډي او نورو هېوادونو پر وړاندې نهده کارول شوې او نه به وکارول شي او په خبره یې پهدې اړه هېڅوک داسې ثبوت نهشي وړاندې کولای چې د افغانستان خاوره دې د چا پر وړاندې کارول شوې وي.