د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، تېر حکومت له پاکستان، ایران او مرکزي اسیا هېوادونو سره په "جنجال" کې و؛ خو اوسنی حکومت له دغو هېوادونو سره مثبتې اړیکې لري.
امیر خان متقي له رییسالوزرا سره د کابینې د یو شمېر غړو او قومي مشرانو د لیدنې غونډې پر مهال زیاته کړې، چې د تېرو شویو یرغلونو تګلاره دا وه، چې افغانان ووېشي؛ خو اوسني سرپرست حکومت د افغانانو تر منځ د وحدت تګلاره خپله کړې ده.