ننګرهار کې د پولیو درېیمه مثبته پېښه ثبت شوه

ننګرهار کې د پولیو درېیمه مثبته پېښه ثبت شوه


  • 11 مياشتي دمخه (25/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 468

روان کال په ننګرهار ولایت د ګوزڼ یا پولیو درېیمه مثبته پېښه هم ثبت شوه.

عامې روغتیا وزارت په یوې اعلامیه کې زیاته کړې، دغه مثبته پېښه د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ ثبت شوې، چې یو دوه نیم کلن هلک پرې اخته شوی دی.

له دې سره د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په روان کال کې په افغانستان کې درېیو ته لوړ شو او د دې وزارت په وینا دا ټولې پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي.